د غيرمالياتي عوايدو په فزيکي ډول نه راټولول
22 قوس 1398
له هغو وزارتونو او دولتي ادارو سره چې زيات غيرمالياتي عوايد لري، د ماليې وزارت د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي تر رياست لاندې د عوايدو د فزيکي عوايدو د نه راټولولو او د برېښنايي سيسټمونو په وسيله د عوايدو د راټولولو په اړه غونډه وشوه چې د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، د معلوماتي ټېکنالوژۍ او مخابراتو، کانونو، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو د مالي او اداري رئيسانو او د ملکي هوايي چلند ادارې د عوايدو تنظيم رئيس، د سترې محکمې او د افغانستان د وسپنلارې ادارې استازيو او د افغانستان بانک صلاحيت لرونکی استازی برهکي صاحب حاضر وو.
په دغې غونډې کې آغلې احمدي په فزيکي ډول د عوايدو د راټولولو په وړاندې د ستونزو په اړه مفصلې خبرې وکړې او زياته يې کړه: “د سيسټم له لارې د عوايدو راغونډول څو گټې لري چې د هغو له ډلې څخه د پيسو نه استهلاک، په اسانۍ د گزارش ترتيبول، پر خپل وخت د باقياتو او د تحويلۍ د راپورونو چمتو کول او په عين وخت کې د وخت د ضياع مخه نيول يادولی شو.”
آغلې احمدي زياته کړه: “د سيسټمونو رامينځته کول او کارول دا زېری راکوي چې افغانستان د برېښنايي حکومتولۍ پر لوري گامونه اخلي.”
د افغانستان بانک استازي برهکي صاحب په خپلو خبرو کې وويل: “بانکونو ته موږ سپارښتنه کړې چې د حساب پرانستلو شرايط او پړاوونه راکم کړي او اوس يوازې په يوې تذکرې سره هر څوک کولی شي چې خپل ځان ته د بانک حساب پرانيځي.”
ځينو ادارو د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست څخه د عوايدو د مديريت معلوماتي سيسټم (RMIS) د زياتو کاروونکيو نومونو (يوزرونو) غوښتنه وکړه چې د عوايدو لوی رياست رهبرۍ د عوايدو سيسټم رياست ته بې درنگه سپارښتنه وکړه چې د دغو ادارو غوښتنه ترسره کړي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د ۱۳۹۹ مالي کال په پيل کې به عوايد په برېښنايي بڼه راغونډېږي او د فوق الذکر ادارو استازيو د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د دغه کار په ترسره کولو سره خوښي وښودله او د دغه سيسټم د هراړخيز تطبيق ژمنه يې وکړه.