د عوایدو لوی ریاست د مالياتي محاسبينو ازموينه واخيستله
21 قوس 1398
د مالياتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمې مادې د حکم پر بنسټ هغو کسانو چې د مالياتي محاسب د جواز د اخيستو لپاره د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست ته يې غوښتنليکونه سپارلي وو او اړوندې لوړې زده کړې يې درلودلې، په لومړني نوملړ (ابتدايي شارټ لېسټ) کې يې شپېته کسان راايستل شوي وو، نن ورځ د گمرکونو او مالياتو آکاډمۍ کې يې ازموينه واخيستل شوه.
د مالياتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمې مادې د حکم له مخه د مالياتي محاسبينو لپاره په ازموينې کې تر برياليتوب وروسته د مالياتي محاسب جواز ورکول کېږي چې دغه محاسب به د دفتر او ځانگړې پتې لرونکی وي او په مالياتي ادارو کې به د حقوقي او حکمي اشخاصو مالياتي چارې پر مخ وړي.
د يادونې وړ ده چې د مالياتي محاسبينو د جواز د اخيستلو دغه پروسه په راتلونکي کې لا پسې وغځېږي.