• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي شخړو د حل بورډ په اړه د سوداگرۍ او پانگونې اطاق غړيو ته معلومات ورکړل شول

    10 قوس 1398
    دا غونډه چې د سوداگرۍ او پانگونې اطاق د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور د بېلابېلو برخو استازيو په کې گډون کړی ؤ او تر ټولو دمخه د سوداگرۍ او پانگونې اطاق د اجرائيه پلاوي سرپرست شفيق الله عطايي د غونډې برخوالو ته ښه راغلاست ووايه او د بورډ د ايجاد په اړه يې خوښه څرگنده کړه.
    وروسته د مالياتي شخړو د حل بورډ رئيس ظهور مهران د جلسې له برخوالو څخه مننه وکړه او د مذکور بورډ پر ايجاد يې هراړخيزه رڼا واچوله.
    ورپسې د مالياتو په برخې کې د مالياتي شخړو د حل بورډ غړي نصرالله دراني د دغه بورډ د اړتيا، ډول او ارزښت په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات د پرېزېنټېشن په بڼه وړاندې کړه او د بورډ د کاري پروسې په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړل.
    د غونډې په پای کې د مالياتي شخړو د حل بورډ لپاره د اعتراض کوونکيو لپاره د اعتراض فورمه برخوالو ته تشرېح شوه او غونډه د سوداگرۍ او پانگونې د اطاق مديره پلاوي د غړي خانجان الکوزي په وينا سره پای ته ورسېده.