• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د سمنگانو په ولایت کې د مالیاتي پوهاوي او د شخړو د حل دوه ورځنی پروګرام په لاره واچول شو

    30816_o.jpg

    29 عقرب 1398
    د سمنگانو په ولایت کې د مالیاتي پوهاوي سیمینار له دولتي ادارو څخه د راغلو میلمنو، مالیه ورکوونکیو، شرکتونو او د اصنافو د مالکینو په ګدون په لاره واچول شو.
    په دې پروګرام کې د سمنګانو والي ښاغلي عبدالطیف ابراهیمي، د سمنگانو ولایت د څارنوالۍ رئیس محمد راسخ، د سمنگانو ولایت د زراعت رئیس محمد رحمان ارغندیوال او د سمنگانو ولایت مستوفی نویده مطمئن ګدون کړی وو.
    دغه پروګرام له مالیاتي قوانینو څخه د خلکو د پوهاوۍ کچه لوړولو او د عوایدو لوی ریاست د خمتونو وړاندې کولو په موخه په لاره اچول شوې وو.
    د پروګرام په پیل کې د سمنګانو والي عبدالطیف ابراهیمي د مالیې ورکولو په برخه کې د خلکو پر مسؤلیت باندې تاکید وکړ او زیاته یې کړه: “تاسو مالیه د خپل ولایت د آبادۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره ورکوئ، په دې توګه تاسو باید خپله مالیه په ټاکلي وخت ورکړئ”.
    په ادامه کې، د سمنگانو ولایت مستوفي د مالیې د ارزښت په اړه او د هیواد په ځان بسیا کیدو باندې د مالیې د رول په اړه خبرې وکړې او ویې وئیل: “پروخت باندې د مالیې ورکړه په هیواد او د سمنگانو په ولایت کې د اقتصادي فعالیت د زیاتوالي لامل ګرځي او په پای کې د افغانستان په ځان بسیا کیدو لامل کیږي”.
    د پروګرام په پای کې، د مالیه ورکوونکیو پوښتنو ته ځوابونه ووئیل شو او مالیه ورکوونکیو د سمنگانو ولایت مستوفیت سره ژمنه وکړه چې خپله مالیه به په ټاکلي وخت کې ورکوي.