• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    هلمند کې د مالياتو د پوهاوي پروگرام جوړ او ترسره شو

    55072_o.jpg

    30 عقرب 1398
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د عامه پوهاوي د پروگرامونو په لړ کې په هلمند ولایت کې درې ورځنی پروگرام ترسره شو.
    دغه پروگرام د هلمند مستوفي میرویس میرزايی پر خبرو پیل شو چې د ماليې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنگ یې له مالیه ورکوونکیو وغوښتل چې له دغو پروگرامونو څخه استفاده وکړي او خپله مالیه پر ټاکلي وخت ورکړي او ملي وجیبه ترسره کړي چې هېواد پر خپلو عوايدو په پښو ودروي.
    د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکيو د شکايتونو اورېدلو آمر محمد کاظم دوست شکایتونو ته د رسېدلو، د مالياتي شخړو د حل پروسې او د اعتراضونو د ثبت په اړه او ویس الدین احمد مالیه ورکوونکیو ته د عامه پوهاوي مفصل معلومات وړاندې کړل.
    د يادولو ده چې د پروگرام په ترڅ کې ځينو مؤديانو ته هم وخت ورکړل شو چې خپل نظرونه، پوښتنې او وړانديزونه څرگند کړي.
    د پروگرام په پای کې ټولو گډونوالو ته د هغوی د مالياتي پوهاوي د زياتوالي په موخه مالياتي قوانين (پر عايداتو باندې د مالياتو قانون او د مالياتي چارو د ادارې قانون) يو يو ټوک ډالۍ شول.