د پېنځو ولايتونو د کارکوونکيو د وړتياؤ لوړولو پروگرام جوړ شو
23 عقرب 1398
د عوايدو لوی رياست د ولايتي عوايدو د پراختيا او انسجام رياست د تجربو د شريکولو، د چارو د يوشانوالي، د يوويشتو ورځو په ترڅ کې د لومړني تحقق د بهير د بشپړولو او د غزني، ميدان وردگ، لوگر، پکتيا او خوست ولايتونو د مستوفيتونو د کارکوونکيو د وړتياؤ د لوړولو لپاره يواوونيز روزنيز ورکشاپ جوړ او ترسره شو.
د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي د دغه پروگرام پايغونډې د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د ځان بسياينې لپاره د رڼو عوايدو پر راټولولو په ټينگار کولو سره زياته کړه: “هغه وخت رسېدلی دی چې کارکوونکي د فساد يوه برخه نه، بلکې د فساد خنډ شي؛ ستاسې هر يو د خپلې کورنۍ لپاره نه، بلکې د افغاني کورنۍ لپاره چې تر ۳۴ ميليونو زياته ده، کار کوئ او د نورو هېوادونو په مينځ کې تاسې د افغانستان د ځان بسياينې او سرلوړۍ لامل يئ.”
دغه پروگرام د گمرکونو او عوايدو آکاډمۍ کې د يکشنبې پر ورځ پيل او د پنجشنبې پر ورځ برخوالو ته د تصديقليکونو په ورکولو سره پای ته ورسېد.