• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    تر دې مهاله ۱۶۵ ميليارده افغانۍ مالياتي او گمرکي عوايد راغونډ شوي دي

    18 عقرب 1398
    له ۱۳۹۸ مالي کال څخه تر دې مهاله د گمرکونو او مالياتي عوايدو ټولگه ۱۶۵ ميلياردو افغانيو ته رسېدلې او دغه رقم به د مالي کال تر پايه زيات شي. د پيسو نړيوال صندوق (IMF) د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره د هېواد د گمرکونو او مالياتي عوايدو کچه تر دوو سوو ميلياردو افغانيو پورې هدف ټاکلی دی.
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معين ډاکټر وليد تميم د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي او د گمرکونو لوی رئيس محمد عمر مومند په ملتيا د حکومت د رسنيو او اطلاعاتو مرکز کې د يکشنبې پر ورځ د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د دغه معينيت د روان کال د پروگرامونو او لاسته راوړنو په ښودلو سره زياته کړه: “د تېر کال په پرتله تر دې دمه يوولس ميليارده افغانۍ زياتې راغونډې شوې دي.”
    ورپسې د عوايدو لويې رئيسې آمنې احمدي خبرې وکړې او د هېواد په دري دېرشو ولايتونو کې د مالياتي اظهارليک د وړاندې کولو د برېښنايي خدمتونو په رامينځته کولو سره د عوايدو د سيسټم د تطبيق، د مالياتي قوانينو د تعديل او د ماليه ورکوونکيو د مالياتي تصفيې د مودې د کموالي يادونه وکړه او زياته يې کړه: “تر دې مخکې ماليه ورکوونکيو د خپلو مالياتو د تصفيې لپاره ديارلسو حمايتي مالياتي سندونو ته اړتيا درلوده، مگر دغه بهير پېنځو سندونو ته راټيټ شوی او يوويشت ورځې چې يو سل او اته شپېته کاري ساعتونه کېږي، رانغاړي.”
    همدا راز هغې زياته کړه: “شرکتونو چې له ۱۳۸۱ کال راهيسې جوازونه تر لاسه کړي نه دي او سوداگريز فعاليت نه لري، طرحه يې رامينځته او اقتصادي عالي شورا هم منظور کړې ده او په پام کې ده چې د پنځوس زرو شرکتونو نوملړ د صنايع او سوداگرۍ وزارت سره شريک شي.”