• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د دولتي تصديو د مالياتي پورونو د پلټلو غونډه

    8 عقرب 1398
    د دولتي تصديو د مالياتي پورونو د پلټلو غونډه چې د مالياتو د باقيدارۍ او د عوايدو په سلو کې د ۷۵ سلنې گټې او زياتوالي په اړه وه، د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي تر رهبرۍ لاندې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له رئيسانو او د تصديو له استازيو سره د لړم مياشتې پر نهمه د پنجشنبې پر ورځ د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې جوړه او ترسره شوه.
    د دغې غونډې موخه د مالياتو په اړه د دولتي تصديو د پورونو پلټنه، د دولت خزانې ته د تصديو د عوايدو په سلو کې د ۷۵ سلنې انتقال او د تصديو د اظهارليک وړاندې کول رانغاړي.
    د عوايدو لويې رئيسې په دغې غونډې کې د خپل خبرو په ترڅ کې د تصديو له مسؤلين څخه وغوښتل چې بې ځنډه د اظهارليک پر وړاندې کولو او د مالياتي باقيدارۍ پر تصفيې اقدام وکړي او همکارۍ ته د اړتيا پر مهال د عوايدو لوی رياست تخنيکي ټيم له تصديو سره همکاري کولی شي.
    د عوايدو لوی رياست د غيرمالياتي عوايدو رئيس خليق الله خليق د تصديو د باقيداريو په ذکر کولو سره د مالياتي باقيداريو د نه ورکړې پر مهال د مالياتي قوانينو د حکمونو تطبيق بيان کړ.
    ورپسې د عوايدو لوی رياست د لويو ماليه ورکوونکيو رئيس نېک محمد محبي له هغو تصديو سره د مالياتي اظهارليک د وړاندې کولو د لارښوونې د همکارۍ ژمنه وکړه چې د لويو ماليه ورکوونکيو رياست سره ثبت دي.
    د غونډې په پای کې د تصديو مسؤلينو ژمنه وکړه چې د عوايدو لوی رياست د تخنيکي ټيم په همکارۍ به خپل اظهارليکونه په چټکتيا سره وړاندې کړي او د خپلو باقيداريو څه ناڅه به په راتلونکې اوونۍ کې تصفيه کړي.