• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست او د ملي تدارکاتو ادارې د سيسټمونو د همغږۍ هوکړه‌ليک لاسليک شو

    8 عقرب 1398
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د رېفورمونو او ماليه ورکوونکيو د وخت د ضايع د مخنيوي لپاره د اسانتياؤ او د مالياتو په راغونډولو کې د روڼتيا د رامينځته کولو په لړ کې د ۱۳۹۸ لمريز کال د لړم مياشتې پر اتمه د چارشنبې پر ورځ د ملي تدارکاتو ادارې سره لاسليک شو.
    دغه هوکړه‌ليک د گمرکونو او عوايدو معينيت سرپرست ډاکټر وليد تميم او د ملي تدارکاتو ادارې مسلکي معاون ويس رحيمي تر مينځ لاسليک شو.
    د دغه هوکړه‌ليک پر بنسټ، د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست او د ملي تدارکاتو ادارې برېښنايي سيسټمونه تړل کېږي او د تدارکاتو او د عوايدو د راغونډولو پروسې کې د روڼتيا د تحقق، د مالياتي عوايدو د پټېدو او تېښتې د مخنيوي، له دولتي ادارو سره د شويو تړونونو له امله له ماليه ورکوونکيو څخه د حاصل شويو عوايدو د تحقق، د قراردادي شرکتونو د مالياتو وجيبو د تصفيې ډاډمنتيا او په دې برخې د سندونو له جعل څخه د مخنيوي، د دولتي پروژو د تدارکاتي پروسې د تسريع او تسهيل، د دوه اړخيزو اړتياؤ اړوند معلوماتو ته پر خپل وخت د لاسرسي، د تړونونو د کولو او د عوايدو په راغونډولو کې د عدالت تامين په اړه په آتومات ډول معلومات چمتو کوي.
    د گمرکونو او عوايدو معينيت سرپرست ډاکټر وليد تميم د دغه سيسټم رامينځته کېدل روڼتيا او باورجوړونې پر لوري يو گام او د عوايدو لوی رياست او د ملي تدارکاتو ادارې تر مينځ د معلوماتو تبادلې ته يوه چټکتيا گڼي او زياتوي: “په راتلونکي کې د قوانينو پر بنسټ هغه ملي سوداگر چې مالياتي اطاعت پذيري ولري، وستايو او هغوی چې له مالياتي قوانينو څخه تېښته کوي، مجازات کولی شو.”
    ورپسې د ملي تدارکاتو ادارې مسلکي معاون ويس رحيمي په خپلو خبرو کې زياته کړه: “د ملي تدارکاتو ادارې د تاسيس له پيله هڅې پر دې ولاړې وې چې روڼتيا رامينځته، پروسې ساده او د اداري پړاوونو د گاللو وخت راکم کړي؛ هيله ده چې د دغو دواړو او نورو ادارو د برېښنايي سيسټمونو په تړل کېدو سره د خدمتونو بهير چټک شي.”
    په پای کې د عوايدو لويې رئيسې آمنې احمدي د دواړو ادارو تر مينځ د معلوماتي سيسټم د تړلو له امله د تخنيکي ټيم د کوښښونو مننه وکړه او پر لا زياتې همکارۍ يې ټينگار وکړ.
    هغې زياته کړه: “د دغه سيسټم په تړل کېدو سره د ملي تدارکاتو اداره د شرکتونو د مالياتي تصفيې په اړه ډاډ حاصلولی شي.”
    د يادولو ده چې د دغه سيسټم په کارېدلو سره په مالياتي ادارو کې د اداري پړاوونو وهل راکمېږي او د دولتي پروژو د گټونکيو شرکتونو معلومات په آتومات ډول دواړو اړخونو ته وړاندې کېږي.