• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    په کاپيسا کې د ولايتي عوايدو کمېټې غونډه وکړه

    5298621440_n.jpg

    15 میزان 1398
    د کاپيسا ولايت مقام د مرستيال ښاغلي الحاج عزیز الرحمان “تواب” تر رياست لاندې د ولايتي عوايدو کمېټې غونډه وکړه.
    د کاپيسا مستوفي عبدالدیان “فایز” له لوري د عوايدو د راټولولو پر طرز او عوايدي پلان د تحقق اړوند موضوعاتو په اړه گډونوالو معلومات وړاندې کړل چې د نظرياتو تر تبادلې وروسته پرېکړه وشوه چې ټولې دولتي ادارې د عوايدو د راټولولو په برخې کې د ارزښت وړ ونډه لري او د عوايدي سرچينو په لټولو کې دې پام وکړي چې دغه موضوع د ټولو تائيد وگرځېده.
    په همدې لړ کې پرېکړه وشوه چې تر راتلونکې غونډې دې ټولې ادارې د ادارو د عايداتي سرچينو او د هغو د تحصيل او د تحقق په اړه هراړخيز تحليل وړاندې کړي چې د عوايدي پلان د کسر مخه ونيول شي.