• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    ټولې عوايدي ادارې مکلفې دي چې د عوايدو د راټولولو په برخې کې جدي هڅې وکړي، که نه نو قانوني چلند به ورسره وشي

    12_n.jpg

    14 میزان 1398
    عوايدي غونډه د سرپل والي ښاغلي عبدالقادر آشنا تر رياست لاندې د جلسې د ټولو غړيو په گډون د ولايت مقام کې جوړه شوه.
    دغه غونډه د تېرې غونډې پر پرېکړو باندې د يو ځل بيا کتنې او د دې غونډې پر اجنډا بحث او د نظرونو تبادله ترسره شول او په تېرې يوې مياشتې کې د اړوندو ادارو د رئيسانو د ترسره شويو فعاليتونو گزارش د ولايت مقام ته وړاندې کړی شو.
    ښاغلي آشنا د اړوندو موضوعاتو په اړه د لارښوونکيو خبرو تر څنگ د غونډې د لمنې د راغونډولو پر مهال گډونوالو ته وويل: «ټولې عوايدي ادارې مکلفې دي چې د عوايدو د راټولولو په برخې کې جدي هڅې وکړي؛ که چېرې يوه اداره د مستوفيت له لوري د ټاکل شوي عوايدي پلان سره عوايدي کسر ولري، نو له هغو سره به قانوني چلند وشي.»
    د سرپل والي زياته کړه: «هغه دولتي ادارې چې د ملي راډيو ټلويزيون آمريت، د مخابراتو او ټېکنالوژۍ رياست او د برېښنا رياست سره پوروړي دي، د مستوفيت ادارې له لارې دې ژر تر ژره خپل پورونه بانک ته تحويل کړي؛ که نه نو د مستوفيت اداره مکلفه ده چې د هغې ادارې ټولې حوالې ترسره نه کړي.»
    په همدې ډول نوموړي د پاسپورټ مديريت او د محکمې رياست مننه او قدرداني وکړه چې تر دې مهاله يې تر ټاکلي پلان زيات عوايد راټول کړي دي.