• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    په بلخ کې مالياتي پوهاوی

    35234.jpg

    11 میزان 1398
    د روان ۱۳۹۸ لمريز کال د تلې مياشتې پر لسمې او يوولسمې نېټو په بلخ کې د مالياتي پوهاوي پروگرام جوړ او ترسره شو. دغه پروگرام د عوايدو لوی رياست د ولايتي عوايدو د پراختيا او انسجام رئيس محمد انيس پناه په ونډې اخيستو سره تر درېيو سوو زياتو سوداگرو او کاروبار کوونکيو لپاره جوړ شو. د دغه پروگرام بنسټيز موارد پر عايداتو باندې د مالياتو قانون، د مالياتي چارو د ادارې قانون، سېگټاس (SIGTAS) سيسټم او مالياتي فورمو اړوند پوهاوی ؤ. دغه پروگرام د مالياتي قوانينو اړوند د ماليه ورکوونکيو د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره طراحي شوی ؤ چې د پروگرام په پای کې د گډونوالو مالياتي پوښتنو او اندېښنو ته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړی شول. د يادونې وړ ده چې د دغه سفر په ترڅ کې محمد انيس پناه د بلخ ولايت د سوداگرۍ او صنايع خونې له نوي مديره پلاوي، مستوفي او د عوايدي برخو له آمرينو سره وليدل او د کړنو د ارزونو، د تجربو د تبادلې، د کړنو د يو شانوالي او د عوايدو لوی رياست د نويو رېفورمونو چې آنلاين برېښنايي اظهارليک او په يوويشتو ورځو کې د ابتدايي تحقق پرېنټ کول رانغاړي، په اړه هراړخيز بحثونه ترسره کړل.