د وږې ۲۲مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت او د دعوت او ارشاد چارو د انسجام ریاست د لارښووني پر بنسټ، د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ټاکل سوې کمېټې د عوایدو او ګمرکونو معینیت، مستوفیتونو او ولایتي ګمرکونو) له ټولو کارکوونکو څخه د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) ازموینه واخیستل سوه.
دغه ازموینه د دعوت او ارشاد ریاست د مرکزي او ولایتي ادارو د همغږۍ آمر مولوي وصیف احمد احمدي ، د عوایدو او ګمرکونو معینیت د دعوت او ارشاد مسؤل مولوي عبدالعزیز نوراني او یو شمېر علماوو تر څارني لاندي په منظم او شفاف ډول واخیستل سوه.
د یادوني وړ ده، چي د دې ازمویني موخه د دیني پوهاوي د کچي او د سیرت النبي او د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) د ژوند له طریقې سره د کارکوونکو د بلدتیا د کچي سنجول او ارزول دي او د دې ازمویني پایلي به ډېر ژر اعلان او هغه کسان چي تر ټولو لوړي نمرې ئې ترلاسه کړې وي، وستایل سي.