• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس او مل پلاوي یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ!

    11 سنبله 1405
    د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت د مالیه ‌ورکوونکو د شکایتونو د اورېدلو رئیس او مل پلاوي د مالیه‌ ورکوونکو د عریضو او شکایتونو د څېړني او د هغوی د ستونزو د اورېدلو په موخه کندوز، بلخ او سرپل ولایتونو ته سفر وکړ.
    یاد پلاوي د درېیو عریضو د څېړني په موخه، چي دوې ئې د حکمي اشخاصو او یوه ئې د حقیقي شخص اړوند وه، یادو ولایتونو ته سفر وکړ. د دغو عریضو موضوع د مالیه ‌ورکوونکو له لوري د ټاکل سویو مالیاتو په اړه د اعتراض او د مالیې د اندازې د بیاکتني غوښتنه وه.
    د سفر پر مهال پلاوي د یادو عریضو او شکایتونو د څېړني په موخه د اړوندو مستوفیتونو له مسؤلینو سره وکتل او د موضوع په اړه ئې لازم معلومات او اسناد ترلاسه کړل. ورپسې ئې له عریضه‌کوونکو سره لیدنه وکړه، د هغوی ستونزي او غوښتني ئې واورېدلې او د مطرح سویو موضوعاتو د لا روښانتیا په موخه ئې لازمي څېړني او ارزوني ترسره کړې.
    د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت د مالیه ‌ورکوونکو د شکایتونو د اورېدلو، د هغوی د ستونزو د قانوني او عادلانه حل او د مالیاتي چارو د لا ښه تنظیم په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.