د وږې ۱۰ مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو لوی ریاست او د روغتونونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ ناسته د عوایدو تخنیکي مرستیال، د عوایدو د بررسۍ رئیس، د مالیه ورکوونکو د خدمتونو د وړاندې کولو رئیس او د روغتونونو د استازو په ګډون ترسره سوه.
په پیل کي د عوایدو لوی رئیس د ناستي پر اهمیت خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي د مالیاتو په برخه کي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) له لوري روغتونونو ته ورکړل سوي تخفیفونه او اسانتیاوي د پام وړ دي او مسئولین ئې باید له دغو اسانتیاوو څخه په ګټي اخیستني خپل مالیاتي مکلفیتونه پر وخت ترسره کړي، همدارنګه نوموړي ټینګار وکړ، چي مالیه د هیواد د آبادۍ او د عامه خدمتونو د وړاندي کولو له پاره راټولېږي او ټول مالیه ورکوونکي باید د مالیاتو د ورکړي په برخه کي همکاري وکړي.
ورپسې د عوایدو تخنیکي مرستیال د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) له لوري په مالیاتي برخه کي د ورکړل سوو تخفیفونو او اسانتیاوو په اړه مفصل پریزینټېشن وړاندي کړ.
د ناستي په ترڅ کي د روغتونونو د مالي نظامونو (سیسټمونو)، حقیقي عوایدو او مصارفو، له نورو ادارو او بنسټونو سره د روغتونونو د قراردادونو او پروژو، همدارنګه د صحي بیمو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وسوه، چي په پای کي د ناستي ګډونوالو د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه هم شریک کړل.