د وږې ۹ مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو او گمرکونو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت او نفت او ګازو امارتي شرکت ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ ناسته وسوه.
په پیل کي د عوایدو او ګمرکونو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ناستي پر اهمیت خبري وکړې.
ورپسې د نفت او ګازو امارتي شرکت د مسئولینو له لوري د افغانستان د تېلو، ګازو او مشتقاتو د اوسني بازار، په یاد بازار کي د شرکت د ونډي، د تېلو او ګازو د وارداتو، ذخیره کولو او بازار ته د وړاندي کولو د موجوده ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندي سول. سربېره پر دې د (۱۴۰۵ او ۱۴۰۶) هـ.ل مالي کلونو له پاره د نفت او ګازو امارتي شرکت تجارتي پلان، په بازار کي د تېلو، ګازو او مشتقاتو د بیو د نوساناتو عمده عوامل، د بازار د بیو د ثبات او منظمي وړاندي کوني په برخه کي د شرکت د رول او وړاندیزونو په اړه مفصل پریزینټېشن وړاندي او هر اړخیز بحث وسو.
د ناستي په لړ کي د نفت او ګازو امارتي شرکت د فعالیتونو پر وړاندي د شته ستونزو او خنډونو، د فعالیتونو د پراختیا له پاره د اړتیا وړ اساسي اقداماتو او د مالیې وزارت له لوري د ممکنه همکاریو او اسانتیاوو په اړه هم د نظرونو تبادله وسوه.
په پای کي د عوایدو او ګمرکونو معین د نفت او ګازو امارتي شرکت له مسئولینو سره په اړوندو برخو کي د هر ډول لازمي همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ او ټینګار ئې وکړ، چي د اړوندو چارو د ښه تنظیم او پرمختګ په موخه دي لازم اقدامات ترسره سي.