د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ درېیمه ناسته وسوه!
8 سنبله 1405
د وږې ۸ مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ، د دې معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۴۸هـ.ق) کال د همغږۍ درېیمه ناسته د دواړو ریاستونو د رئیسانو، مرستیالانو او مسئولینو په ګډون سره وسوه.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین په خپلو خبرو کي وویل، چي د اسلامي امارت مسئولیتونه په حقیقت کي د الله تعالی امتحان دی؛ نو د دې امتحان د بریالي کېدو له پاره مسئولین باید خپلو دندو او مسئولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي، په چارو کي شفافیت رامنځته کړي او د مراجعینو کارونه پر وخت ترسره کړي. ورپسې د تېري ناستي د پرېکړو او اجراآتو راپور وړاندي سو او د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وسوه. د اړوندو موضوعاتو د لا ښه تنظیم، د چارو د اغېزمنتیا او د ریاستونو ترمنځ د لا غوره همغږۍ په موخه لازمي لارښووني او سپارښتني وسوې. په پای کي د یاد معینیت د دعوت او ارشاد مسئول د اړوندو ریاستونو له مسئولینو څخه وغوښتل، چي د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي لارښوونو په بشپړ تطبیقولو کي پوره همکاري وکړئ.