د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چي د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل سوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د دغه وزارت کارکوونکو او مسئولینو ته ور معرفي سو.
په دغو مراسمو کي د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسیو چارو معاون حاجي نذیر احمد ناصر، رئیسانو او نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسیو چارو معاون د نوي معین د ګومارني په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) حکم قرائت کړ او د نوې دندي ښه ترسره کولو هیله ئې ورته وکړه.
د مالیې وزیر وویل، چي په ریښتیا سره دغه ګمارنه به د خیر او چارو د برکت سبب سي. نوموړي نوي معین ته د ور سپارل سوو چارو د ښه ترسره کېدو ترڅنګ، په چارو کي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د عواید او ګمرکونو نوي معین د افغانستان اسلامي امارت او مالیې وزارت له باور څخه مننه وکړه او ویې ویل، چي تغییر او تبدیل په نظام کي یو اصل دی او موخه ئې خلکو او نظام ته خدمت کول دي. نوموړي په ریښتینولۍ سره د چارو ترسره کولو ډاډ ورکړ او له مسئولینو څخه د همکارۍ او چارو ښه ترسره کولو غوښتونکی سو.
د یادوني وړده، چي د عوایدو او ګمرکونو نوی معین تردې وړاندي د ښاروالیو د چارو د تنظیم د مسلکي او فني معاون په توګه دنده ترسره کوله.