• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت نهمه ناسته وسوه!

    13 اسد 1405
    د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ د عوایدو د تخنیکي مرستیال، د مستوفیتونو چارو مرستیال او د یو شمېر رئیسانو او آمرینو په ګډون د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ هیئت نهمه ناسته د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
    په پیل کي د عوایدو لوی رئیس د مسئولیتونو پر وخت ترسره کولو باندي ټینګار وکړ او ویې ویل، چي هر مسئول مکلف دی؛ څو خپلي دندي په پوره احساس، دقت او مسئولیت ترسره کړي، چي له کبله ئې چاري پر ټاکلي وخت او احسنه توګه مخته ولاړي سي.
    د ناستي په جریان کي د رهبرۍ هیئت د اتمي ناستي د پرېکړو د تطبیق راپور وړاندي سو. همدارنګه د روان مالي کال د تېرو پنځو میاشتو د عوایدو د تحلیل او پرمختګ راپور، د مهمو کړنو د ارزوني (KPI) راپور، د مالیې وزارت د مقام د شفاهي پرېکړو د تطبیق او اجراآتو راپور، د سړوخونو د مالیاتي معافیت د څرنګوالي موضوع، د پنځو شرکتونو او انفرادي اشخاصو د احصائیې د انتقال موضوع او د عوایدو لوی ریاست د مسلکي کمېټې د (۱۴۰۵/۴/۳۰) نېټې د څلورو پرېکړو په اړه د رهبري هیئت د وروستۍ پرېکړي او توافق نظر په ګډون پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وسوه.
    د ناستي په پای کي د مطرح سوو موضوعاتو په اړه لازمي پرېکړي او اړیني سپارښتني وسوې او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.