• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لويې رئيسې د يوه کمربند او يوه واټ د نوښت د مالیاتي اداراتو د همکارۍ مېکانیزم په کنفرانس کې گډون وکړ

    29 جوزا 1398

    دغه کنفرانس چې د چین د خلکو جمهوريت د ووژن ښار کې د روان ۲۰۱۹ زېږديز کال د اپرېل د میاشتې له اتلسمې څخه تر شلمې نېټې پورې جوړ شوی ؤ، د افغانستان په استازولۍ په کې د ماليې وزارت د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي په خپل گډون کولو سره د افغانستان لپاره د غړيتوب تفاهمنامه لاسليک کړه.

    په دې کنفرانس کې د نهو اتياؤ هېوادونو د مالياتي ادارو، د څوارلسو نړيوالو سازمانونو او بېلابېلو خپلواکو تشبثاتي ادارو او سوداگريزو شرکتونو استازيو په خپل گډون سره د يوه کمربند او يوه واټ د نوښت د مالیاتي اداراتو د همکارۍ مېکانېزم (Belt and Road Initiative Tax Administration Cooperation Mechanismt= BRITACOM) پر جوړښت او د غړيتوب پر تفاهمنامې، د مالياتي قوانينو پر حاکمیت، د مالیه ورکوونکيو پر خدمتونو، د مالياتي شخړو پر حل او د وړتیاؤ پر جوړولو او لوړولو هراړخيز بحثونه ترسره کړل. مگر سره له دې چې د اقتصادي وضعیت او کولتور له پلوه د یوه کمربند او یوه واټ د طرحې BRI حوزې ښایي توپیر ولري، خو دغه حوزې په پورتنيو ساحو کې له گډو ننگونو سره مخ دي.

    د سوداگرۍ او پانگونې لپاره د اسانتياؤ رامينځته کول، د BRI طرحې په قضايي حوزو کې اقتصادي ودې ته پياوړتيا ورکول او ثابت او هراړخيز پرمختگ ته تحقق وربښل د دغه مېکانېزم لرليد په ځان کې رانغاړي او اهداف يې دا دي چې د مالياتو په برخې کې نړيوال معيارونه او طرزالعملونه جوړ او تطبيق شي او د داسې جوړښت رامينځته کول دي چې په هغه کې مالياتي شفافيت، دوه اړخيزه مالياتي گټه، د قوانينو حاکميت او د اطلاعاتو او معلوماتو تبادله، د مالياتي اطمينان د ميزان زياتوالی، د مالياتي شخړو حلول، د ماليه ورکوونکيو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کول او د مالياتي ظرفيتونو لوړول خوندي وي.

    د BRITACOM سازمان په خپل جوړښت کې تر دې دمه د افغانستان په شمول څلور دېرش غړي او دوه ويشت څارونکي هېوادونه لري.

    د يادونې وړ ده چې د دغه کنفرانس راتلونکې غونډه به په قزاقستان کې جوړېږي او د يوه کمربند او يوه واټ د نوښت د مالیاتي اداراتو د همکارۍ مېکانېزم پر لا زياتو جزئياتو به بحثونه ترسره کېږي.