• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وسوه!

    11 اسد 1405
    د زمري ۱۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د مستوفیتونو د چارو مرستیال او د عوایدو لوی ریاست اړوندو رئیسانو او آمرینو په ګډون د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وسوه.
    د ناستي په پيل کي د عوایدو لوی رئیس په خپلو خبرو کي وویل، چي د مستوفیتونو او مرکز ترمنځ د همغږۍ د پیاوړي کولو او د پرېکړو د اغېزمن تطبیق له پاره دا ډول آنلاین ناستي په منظم ډول ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه، چي مسئولین باید خپلي دندي په پوره مسئولیت ترسره کړي؛ ترڅو چاري له ځنډ پرته په ټاکلي وخت بشپړي او د کار په بهیر کي هر ډول نیمګړتیاوي له منځه ولاړي سي.
    د عوایدو لوی رئیس همداراز محترمو مستوفيانو ته سپارښتنه وکړه، چي د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د چارو د لا ښه تنظیم له پاره د څارني او همغږۍ کمېټې جوړي کړي؛ ترڅو له هغو کارکوونکو سره چي په ځینو برخو کي لا ډېرو لارښوونو او همکاریو ته اړتیا لري اړیني همکارۍ وکړي او اړوندي چاري ئې په ښه توګه ترسره سي.
    د ناستي په لړ کي د ودونو د تالارونو او مېلمستونونو د اجراآتو او څارني، د روغتیايي مرکزونو د عوایدو د ټاکني او څارني او د دوسیو د ارزوني په تړاو د عوایدو لوی ریاست د ځانګړې پرېکړي، چي وروستی مکتوب ئې د مالیه ورکوونکو د خدمتونو وړاندي کولو ریاست له لوري صادرېږي، د ولایتونو د خدمتونو د وړاندي کولو برخي د (KPI) او د (۱۴۰۴) هـ.ل او (۱۴۰۵) مالي کال د لومړۍ ربعي مقایسوي راپور د اړوندو موضوعاتو په تړاو هر اړخیز بحثونه وسول.
    په پای کي د ګډونوالو پوښتنو او وړاندیزونو ته ځوابونه ورکړل سول او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.