د زمري ۱۰مه، ۱۴۰۵هـ.ل
د څار هيئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د ۱۴۴۸ هجري قمري کال درېیمه ناسته د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د یادو اړوندو وزارتونو او ادارو د باصلاحیته استازو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي د تېري ناستي د پرېکړو د عملي کېدو بهیر وارزول سو او همدارنګه د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري سندونو د برېښنايي کېدو، د جوړو سوو نظامونو(سیسټمونو) د ارزوني، د کابل نړیوال هوايي ډګر د وارداتي انګړ د موضوع په ګډون د یو شمېر نورو اداري او تخنیکي موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمي پرېکړي ترسره سوې.
همدارنګه، د اړوندو ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه وسوه، چي د ټاکل سوو پرېکړو د عملي کېدو بهیر چټک کړي، د ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کړي او د ترسره سوو اقداماتو راپورونه د څار هیئت راتلونکو غونډو ته وړاندي کړي.
د ناستي په پای کي د ګډونوالو نظرونه، وړاندیزونه او غوښتني واورېدل سوې او د اړوندو موضوعاتو د لا ښه تطبیق او اغېزمنتیا له پاره لازمي لارښووني هم وسوې.