• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ دوهمه ناسته وسوه!

    7 اسد 1405
    د زمري ۷مه ۱۴۰۵ه.ل
    د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د عوایدو او ګمرکونو معینیت د (۱۴۴۸هـ.ق) کال د همغږۍ دوهمه ناسته د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون جوړه سوه.
    د ناستي په پیل کي د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د تېرو پرېکړو پر اغېزمن تطبیق، د ریاستونو ترمنځ پر لا پیاوړي همغږۍ، د مراجعینو له پاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د چارو پر وخت ترسره کولو ټینګار وکړ. نوموړي همدا راز مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چي د تېرو ناستو پرېکړي په جدي ډول تعقیب او د تطبیق پایلي ئې په راتلونکو ناستو کي شریکي کړي.
    ورپسې د تیري ناستي پر مهال د ټاکل سوو پلاوو له لوري د سپارل سوو دندو او اجراآتو راپورونه وړاند سول، چي د هر راپور له ارزوني وروسته د چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د حل او د پرېکړو د عملي کېدو په موخه لازمي لارښووني او تصمیمونه ونیول سول.
    د یادوني وړ ده، چي د عوایدو او ګمرکونو معینیت د همغږۍ ورته ناستي د تېرو پرېکړو د تطبیق د ارزوني، د ریاستونو ترمنځ د لا غوره همغږۍ او د اداري چارو د اغېزمنتیا په موخه په منظم ډول ترسره کېږي.