د چنګاښ ۲۹، ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین، الحاج مفتي عبدالمتین سعید، په مشرۍ د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر ګړنو د (۱۴۴۸) هـ.ق کال دوهمه ناسته د یادو ادارو د باصلاحیته استازو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په تالار کي وکړه.
د ناستي په پیل کي د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي له مخي د امارتي ادارو مکتوبونو او اداري سندونو له پاره د برېښنايي سیسټم په تدریجي پلي کولو، د مالیاتو راټولولو بهیر د معیاري او برېښنايي کولو په موخه د (سیکټاس) سیسټم د اړوندو ماډیولونو سره د نښلولو له پاره د جامع، معیاري او برېښنايي سیسټم په رامنځته کولو، د جوړ سوو سیسټمونو د ارزوني او په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره د ناستي په جوړیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او لازمي پرېکړي وکړې.
همداشان پرېکړه وسوه، چي د امارتي ادارو مکتوبونو او اداري سندونو له پاره د برېښنايي سیسټم عملي چاري دي راتلونکې اوونۍ له مالیې وزارت څخه پیل سي.
په پای کي د اړوندو چارو د لا ښه پرمختګ په موخه د ګډونوالو نظرونه، غوښتني او وړاندیزونه واورېدل سول او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.