د چنګاښ ۲۹مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو د لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو تخنیکي مرستیال، د عوایدو عملیاتي مرستیال، د مستوفیتونو چارو مرستیال، رئیسانو، آمرینو او اړوندو مسئولینو په ګډون د دغه ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ هیئت اتمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
د ناستي په پيل کي د عوایدو لوی رئیس د اداري چارو پر اغېزمن تنظیم، د پرېکړو پر وخت پلي کېدو او له مستوفیتونو سره پر دوامداري همغږۍ ټینګار وکړ او مسئولینو ته ئې لارښوونه وکړه، چي خپلي دندي پر ټاکلي وخت او غوره ډول ترسره کړي.
ورپسې د تېري رهبرۍ ناستي د پرېکړو د تحقق راپور، د عوایدو د تحلیل او پرمختګ راپور او د مهمو کړنو د ارزوني (KPI) راپور وړاندي سو او د ګډونوالو له لوري پرې بحث او د نظرونو تبادله وسوه.
همدارنګه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۱) ګڼي او د ۱۴۴۸/۱/۱۴ نېټې فرمان د تطبیق څرنګوالي، د ۷ شرکتونو او انفرادي اشخاصو د احصائیې د انتقال، د بررسۍ ریاست ته د دوسیو د لېږد د معیارونو، د یو سلنه (۱٪) مالیې د اخیستلو اړوند او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه له هر اړخیز بحث وروسته لازمي پرېکړي وسوې او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.