• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مستوفیتونو له مسؤلینو سره انلاین ناسته وسوه!

    28 سرطان 1405
    د چنګاښ ۲۸مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال اسدالله ساجد خبیب په مشرۍ او د عوایدو تخنیکي مرستیال، د مستوفیتونو د چارو مرستیال، د بررسۍ رئیس او نورو مسؤلینو په ګډون د هیواد د (۳۴) مستوفیتونو له مسؤلینو سره په انلاین بڼه ناسته وسوه.
    په پیل کي د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال وویل، چي د بررسۍ ټیمونه د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، ځکه ځیني مالیه ورکوونکي اړین اسناد پر وخت نه وړاندي کوي او له کارکوونکو سره مناسب چلند نه کوي. نوموړي زیاته کړه، چي د مالیاتي ادارو کارکوونکي باید د نظام د استازو په توګه له زغم، ښه اخلاقو او مسلکي چلند څخه کار واخلي او خپلي دندي د اصولو له مخي ترسره کړي.
    په دې ناسته کي همدا راز، د عوایدو لوی ریاست د ځانګړې پرېکړي له مخي د تېرو کلونو د دوسیو ارزوني د کړنلاري، د اټکلي ارزوني د تطبیق اړوند پرېکړي، د لومړۍ، دویمه او درېیمه درجه مستوفیتونو د ارزوني معیارونو، د بررسۍ برخي (KPI) او د مستوفیتونو د بررسۍ برخي د مقایسوي عوایدو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وسوه.
    د ناستي په اوږدو کي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري په مالیاتو کي د نوو رامنځته سوو تخفیفونو په تړاو معلوماتي پرزینټېشن هم وړاندي سو.