د چنګاښ۲۵مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ او د دغه ریاست د یو شمېر مسئولینو په ګډون، د مؤسسو له استازو سره، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري په مالیاتو کي د نوو رامنځته سوو تخفیفونو او همدارنګه په مالیاتي ادارو کي د مؤسسو د کاري پروسو په تړاو ناسته وسوه.
د ناستي په پیل کي د عوایدو لوی رئیس وویل، چي د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو له مخي د مالیاتي چارو د لا اغېزمن مدیریت له پاره د برېښنایي سیسټمونو پراختیا اړینه ده. نوموړي ټینګار وکړ، چي عصري او نښلول سوي برېښنایي سیسټمونه د مالیاتي چارو د چټکتیا، روڼتیا او اسانتیاوو په زیاتولو کي مهم رول لري او له مؤسسو څخه ئې وغوښتل، چي د سیسټم جوړوني په برخه کي له مالیې وزارت سره همکاري وکړي.
د ناستي په اوږدو کي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري په مالیاتو کي د نوو رامنځته سوو تخفیفونو په تړاو معلوماتي پرزینټېشن هم وړاندي سو.
همدارنګه په مالیاتي ادارو کي د مؤسسو د کاري پروسو، د غیرانتفاعي بنسټونو د مالیاتي معافیت د تصدیق لیکونو صادرولو په کړنلاره کي د رامنځته سوو بدلونونو او د مؤسسو د شته ستونزو په اړه بحث وسو.
په پای کي د مؤسسو استازو له مالیې وزارت څخه د رامنځته سوو اسانتیاوو او همکاریو له امله مننه وکړه او همدارنګه د ګډونوالو ستونزي، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل سول او ډاډ ورکړل سو، چي د اصولو له مخي به پر وخت رسېدنه ورته وسي.