د چنګاښ ۲۴مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ، د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د عوایدو او ګمرکونو لویو ریاستونو د مسؤلینو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې، صنعت او کانونو خونو د استازو په ګډون د ماليې وزارت او خصوصي سکټور د استازو ترمنځ د ستونزو د حل او همغږۍ ناسته، د دغه معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
په پیل کي د عوایدو او ګمرکونو معین وویل، چي د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو له مخي د ماليې وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ منظمي ناستي د دې له پاره تر سره کېږي، چي د مالیاتو او ګمرکونو په برخه کي شته ستونزي وڅېړل سي، د حل مناسبي لاري ورته وموندل سي او پایلي ئې له مشرتابه سره شریکي سي.
ورپسې د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر د مالیاتي خدمتونو د لا ښه کولو، د متقابل باور پیاوړتیا او د برېښنايي سیسټمونو د پراختیا په اړه خبري وکړې او ټینګار ئې وکړ، چي عصري سیسټمونه د مالیاتي چارو د چټکتیا، روڼتیا او اسانتیاوو په رامنځته کولو کي مهم رول لري.
د ناستي په لړ کي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري په مالیاتو کي د نوو رامنځته سوو تخفیفونو په اړه معلوماتي پریزنټېشن هم وړاندي سو.
ورپسې بیا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني او د صنعت او کانونو خونو استازو له ماليې وزارت څخه مننه وکړه، چي تل ئې د خصوصي سکټور ستونزو ته پر وخت رسېدنه کړې ده.
په پای کي د ګډونوالو ستونزي، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل سول او د اصولو رسېدني ډاډ ور کول وسو.