د چنګاښ ۲۱مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي لارښووني پر بنسټ، د خصوصي سکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کي منظور سوي مالیاتي تخفیفونه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کي د یوې مطبوعاتي غونډې پر مهال اعلان سول.
په دې غونډه کي د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر آخند، د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د چارو ادارې لوی رئیس شیخالحدیث نورالحق انور، د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس سید کریم هاشمي، د مالیې وزارت یو شمېر مسئولینو، د خصوصي سکټور استازو او نورو اړوندو مسئولینو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کي د مالیې وزیر وویل، له هغه وخت راهیسي چي اسلامي امارت بیا واک ته رسېدلی، د سوداګرو د ملاتړ او مالیه ورکوونکو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ۱۳ ډوله معافیتونه او مالیاتي تخفیفونه وضع سوي، چي د ده په وینا د نړۍ په ډېرو هیوادونو کي ورته بېلګه نه تر سترګو کېږي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کي وویل، د خلکو له پاره د اسانتیاوو برابرول د اسلامي نظام له اساسي اصولو څخه دي. نوموړي زیاته کړه، د همدې اصل پر بنسټ د اسلامي امارت مشرتابه د خصوصي سکټور د ملاتړ، د پانګوني د هڅوني او اقتصادي ودي له پاره دغه مالیاتي تخفیفونه منظور کړي دي.
هغه څرګنده کړه چي د حکمي اشخاصو (شرکتونو او روغتیايي مرکزونو) د عایداتو مالیه له ۲۰ سلني څخه ۱۰ سلني ته راکمه سوې ده. همدارنګه، د حقیقي اشخاصو د کلني عاید د معافیت اندازه له ۶۰ زره افغانیو څخه ۱۲۰ زره افغانیو ته لوړه سوې او د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو د انتقال مالیه هم له ۱ سلني څخه ۰.۵ سلني ته راکمه سو ده. د دې ترڅنګ، د تېلو او ګازو د عمده پلور له پاره د هر ټن پر وړاندي ۵۰ افغانۍ ثابته مالیه ټاکل سوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي وویل، د خلکو له پاره د اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او دغه مالیاتي تخفیفونه به د عوایدو او کاري فرصتونو په زیاتوالي، د سوداګرۍ په پراختیا او د هیواد د اقتصادي ثبات په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. نوموړي له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چي په هیواد کي پانګونه وکړي.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخالحدیث نورالحق انور وویل، حکومتونه د خلکو پر مالیاتو ولاړ وي او مالیات د حکومتونو د پیاوړتیا او دوام له پاره اساسي ارزښت لري. هغه زیاته کړه، چي د مالیاتو راټولول د حکومت او خلکو ګډ مسئولیت دی او دواړه لوري باید دا مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي.
د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د اقتصادي ودي په برخه کي د حکومت او خلکو د ګډ رول په اړه خبري وکړې او ویې ویل، سره له دې چي ځیني سوداګریزي لاري تړلې وې، خو د تېر کال په پرتله د هیواد سوداګري پنځه سلنه زیاته سوې ده. د نوموړي په وینا، دا پرمختګ د شفافیت او هغه باور پایله ده چي د حکومت او خلکو ترمنځ رامنځته سوی دی. هغه ټینګار وکړ، هر څومره چي د مالیاتو په راټولولو او لګښتونو کي شفافیت زیات سي، هماغومره به د خلکو باور پیاوړی او د حکومت او ولس ترمنځ واټن کم سي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني او د صنعت او کانونو خوني مسئولینو هم د اسلامي امارت له لوري د دغو مالیاتي تخفیفونو هرکلی او ستاینه وکړه. هغوی وویل، د مالیاتو کمښت یوازي د سوداګرو په ګټه نه دی، بلکي د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او د ټولني د هوسایني له پاره هم مهم ګام دی. د دوی په خبره، د مالیاتو راکمېدل او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرېدل به د خصوصي سکټور او حکومت ترمنځ د متقابل باور د پیاوړتیا لامل سي.