• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د منظور سوو عوایدي فرصتونو د تطبیقاتي پلان په اړه ناسته ترسره سوه!

    17 سرطان 1405
    د چنګاښ ۱۷مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
    د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین، الحاج مفتي عبدالمتین سعید، په مشرۍ او د عوایدو لوی ریاست د رئیس او یو شمېر مسؤلینو په ګډون، د مشرتابه عالي مقام له لوري د منظور سوو عوایدي فرصتونو د تطبیقاتي پلان په موخه ناسته ترسره سوه.
    په دغه ناسته کي د منظور سوو عوایدي فرصتونو د پلي کېدو، د عاید لرونکو پروژو د ارزوني، د امارتي شرکتونو د ونډي ګټي، د امارتي املاکو د اغېزمن مدیریت، د اراضۍ اړوندو موضوعاتو، د افغانستان خلاف لاس موټرونو د طرحي او استهداء د تطبیق، ثقیله وسایطو ته د جواز سیر او نمبر پلېټ د وېش، په ترافیکي مسیرونو کيد بې‌اسنادو وسایطو د مخنیوي، د بودیجوي واحدونو د غیرمالیاتي عوایدو د بهیر د مطالعې او راپور ورکولو او همدارنګه د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ځمکو د ښه مدیریت په اړه بحث او د نظرونو تبادله وسوه.
    د ګمرکونو او عوایدو معین مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چي د منظور سوو تطبیقاتي پلان ټول موارد دي پر ټاکلي وخت، د لازمي همغږۍ او اغېزمن تعقیب سره پلي سي، ترڅو د عوایدي فرصتونو مدیریت، ګټي اخیستني او د امارت د عوایدو د زیاتوالي په برخه کي عملي او دوامدار ګامونه پورته سي.