• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت اوومه ناسته وشوه

    14 سرطان 1405
    د چنګاښ ۱۴مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د روان (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبري هیئت اوومه ناسته د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د دې ریاست د تخنیکي مرستیال، مشاورینو، اړوندو رئیسانو او نورو مسئولینو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
    په پیل کې د عوایدو لوی رئیس مسئولینو ته وویل، چې مالیه ورکوونکو او مراجعینو ته د غوره خدمتونو وړاندي کولو په موخه د خپلو ما تحت همکارانو چلند او کړنې وڅارئ او له مراجعینو سره یې نرمۍ او ښه چلند ته وهڅوئ.
    په ناسته کې د رهبرۍ د تېرې ناستې پر مهال مؤظفو هیئتانو ته د سپارل شویو مسئولیتونو د تحقق په موخه د ترسره شویو کړنو راپورونه واورېدل شول. ورپسې د عوایدو د پلان او نظارت ریاست له لوري د عوایدو د تحلیل او پرمختګ راپور سربېره د مهمو کړنو د ارزونې (KPI) په اړه د مؤظف هیئت راپور وړاندي شو.
    همداراز د مالیه ورکوونکو د مالیاتي مرکز د لېږد، د مخابراتي شرکتونو له لاري د مالیاتو د عامه پوهاوي په موخه د پیغامونو شریکول، د لغویي بنسټونو تشخیص پر موضوعاتو تر هر اړخیز بحث وروسته د موجوده ستونزو د حل په موخه لازمې پرېکړې وشوې.
    د یادونې وړ ده، چې د عوایدو لوی ریاست رهبري د یاد ریاست ستونزو او کاري خنډونو د حل او مراجعینو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه منظمې ناستې کوي.