د عوایدو لوی رياست د مستوفیتونو لپاره نوی مرستیال معرفي شو
14 سرطان 1405
د چنګاښ ۱۴مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، له لوري مولوي الهام الدین عمر د عوایدو لوی رياست د مستوفیتونو د نوي مرستیال په توګه د دغه ریاست مرستیالانو، رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو ته د ياد ریاست په مقام کې معرفي شو. وروسته ښاغلی عمر د یوې انلاین ناستې له لارې مستوفيانو او د مستوفیتونو کارکوونکو ته هم ور وپېژندل شو.
د عوایدو لوی رئیس د معرفت غونډې پرمهال وویل، چې مسئولیت صلاحیت نه، بلکي د خدمت موقع ده او مسئولین دي خپلې چارې په پاک نیت او اخلاص سره ترسره کړي. نوموړي همدارنګه وویل، چې تغییر او تبدیل د اداري چارو او فعالیتونو د پرمختګ په موخه ترسره کېږي. د عوایدو عمومي رئیس اداري کارکوونکو ته له نوي مرستیال سره د همکارۍ او همغږۍ د سپارښتنو سربېره نوموړي ته په اداري چارو کي د پرمختګ او بریا دعا وکړه.
د یادونې وړ ده، چي مولوي الهام الدین عمر تر دې وړاندې د محلي بودیجوي ادارو د تفتیش رئیس په توګه دنده ترسره کوله.