• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لومړۍ ناسته وشوه

    14 سرطان 1405
    د چنګاښ ۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل
    د مالیې وزات د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت د (۱۴۴۸) هـ.ق کال لومړۍ ناسته د یادو ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
    په پیل کې د عوایدو او ګمرکونو معین د یاد هیئت د تېرو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبري وکړې او ټینګار یې وکړ، چي د ناستو پر مهال د ترسره شویو پرېکړو تطبیق باید په بشپړ ډول تعقیب شي. نوموړي سپارښتنه وکړه، چې د پرېکړو د تطبیق پر مهال رامنځته کېدونکې ستونزې دې د تخنیکي هيئت له لوري په راتلونکو ناستو کې شریکي شي؛ تر څو د مناسبو حل لارو له موندلو وروسته په اغېزمن ډول تطبیق شي.
    وروسته د تېرې ناستي د پرېکړو د تطبیق او مؤثریت د ارزونې په موخه د ټاکل شوي هیئت له لوري د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د ترسره شویو کړنو راپور او د غوره تطبیق په موخه وړاندیزونه شریک شول.
    په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د ښاروالۍ له لوري دې مراجعینو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د شعبو لارښود او د کاري پروسو اړوند معلوماتي ویډیو او چاپي توکي ترتیب او خپاره شي. همدارنګه د ګمرکونو د سیسټمونو ریاست له لوري د یوه واحد سیسټم په وسیله په ګمرکي اظهارنامو کې د اقتصادي وزارتونو او ادارو د فیسونو راټولولو اړوند د ترسره شویو اجراآتو بشپړ راپور وړاندې شو.
    په پای کې د اړوندو چارو د لاښه والي په موخه د ناستې ګډونوالو خپل نظرونه، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او ناسته د خیر په دعا ویلو سره پای ته ورسېده.