• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کابل د ودونو تالارونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

    11 سرطان 1405
    د چنګاښ ۱۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مشاورینو، د عوایدو د سیسټم رئیس او د یاد ریاست د یو شمیر مسئولینو په ګډون د کابل د ودونو تالارونو اتحادیې له مسئولینو سره د نوي عوایدي سیسټم د تطبیق په موخه ناسته وشوه.
    د ناستې په پیل کې د عوایدو لوی رئیس د مالیاتي ادارو او مالیه ورکوونکو لپاره د نوي عوایدي سیسټم پر ګټو، ارزښت او د دواړو لوریو په چارو کې د رامنځته کېدونکو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل.
    ورپسې د یاد سیسټم د ښه تطبیق په موخه د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول. پرېکړه وشوه، چې د ودونو تالارونو اتحادیه به له خپلو غړو سره تر مشورې وروسته خپل وروستي نظرونه او وړاندیزونه د عوایدو د سیسټم ریاست له ټاکل شوي پلاوي سره شریک کړي؛ تر څو یاد سیسټم په معیاري او اغېزمنه بڼه تنظیم، پلی او د ودونو تالارونو لپاره د مالیاتي تصفیې په برخه کې اسانتیاوي رامنځته شي.
    د یادونې وړ ده، چې د روانې اوونۍ په پیل کې د عوایدو لوی ریاست مسئولینو د کابل ولایت د ودنو تالارونو له مسئولینو سره هم، د مالیاتو د سیسټمي راټولولو په موخه ورته مشورتي ناسته کړې وه.