• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

    9 سرطان 1405
    د چنګاښ ۹مه ١٤٠٥ هـ.ل
    د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د (۱۴۴۸)هـ.ق کال د همغږۍ لومړنۍ ناسته وشوه.
    په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې په ټولو چارو کې مراجعینو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او له دوی سره لا ښه سلوک وشي. نوموړي زیاته کړه، چې اړوندې چارې باید پر خپل وخت تر سره شي او د تېرو مجالسو د ترسره شویو پرېکړو پایلې هم و ارزول شي.
    ورپسې د تېرې ناستې پر مهال ټاکل شویو پلاوو ته د ور سپارل شویو مسئولیتونو د اجراآتو راپورونه واورېدل شول او په اړه یې لازم هدایات وشول.
    همداشان په دې ناسته کې په اړوندو ادارو کې د مهمو سندونو پر ډیجیټلي کولو، د ګمرکونو او عوایدو معینیت د احاطې پر لا ښه تنظیمولو، په ګمرکونو او مستوفیتونو کې د کارکوونکو د وړتیا پر لوړولو، د یاد معینیت د همغږۍ ناستو لپاره د تخنیکي هیئت پر ټاکلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو او لازمې پرېکړې وشوې.
    د یادولو وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ ناستې هره میاشت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو د پراخېدو او د موجوده ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.