• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست دوو لوړپوړو بستونو ته نوي مسئولین معرفي سول!

    4 سرطان 1405
    د چنګاښ ۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

    د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د (۹۸) ګڼې حکم پر بنسټ پوهنیار نداء محمد صدیقي د عوایدو د تخنیکي مرستیال او پوهندوی غلام عمر عبدالله د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رئیس په توګه ټاکل سوي دي.
    د دغو مسئولینو د معرفت غونډه د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه، چي د عوایدو او ګمرکونو معین، د عوایدو لوی رئیس، د معینیت مشاورینو، اړوندو رئیسانو او آمرینو ګډون پکښي کړی وو.
    په دې مراسمو کي د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د امارتي دندو د ارزښت او مسئولیت په اړه خبري وکړې. نوموړي وویل، چي امارتي دندي امتیاز نه؛ بلکي امانت او دروند مسئولیت دی او ټینګار ئې وکړ، چي مسئولین باید خپلو دندو ته د خدمت او ژمنتیا له نظره وګوري او د کاري بهیر د لا پرمختګ له پاره خپلي دندي په ښه توګه ترسره کړي.
    له غونډې وروسته نوي ټاکل سوي مسئولین خپلو اړوندو کاري شعبو ته ور وپېژندل سول او له اداري کارکوونکو سره ئې د خپلو دندو د پیل په موخه لیدني ترسره کړې.
    د یادونې وړ ده، چي پوهنیار نداء محمد صدیقي تر دې وړاندي د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رئیس په توګه او پوهندوی غلام عمر عبدالله د ملي بودیجې د پلان او ریفورم د رئیس په توګه دندي ترسره کړې دي.