• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کابل ولایت خصوصي روغتونونو د مالي برخي کارکوونکو ته د E-filing سیمینار جوړ سو

    4 سرطان 1405
    کابل، د چنګاښ ۴مه، ۱۴۰۵ هـ.ش
    د عوایدو لوی ریاست له لوري د کابل ولایت د خصوصي روغتونونو د مالي برخي کارکوونکو ته د ابتدائي سنجش، بررسۍ او د E-Filing سیسټم د مؤثري کاروني په موخه یو ورځنۍ سیمینار د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي ترسره سو.
    د سیمینار په پیل کي د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، حافظ عبدالهادي حمدان، د مالیاتي تصفیې پر مهال د ریښتینو عوایدو پر اظهار او پر وخت د مالیاتو په ورکړي ټینګار وکړ.
    ښاغلي حمدان وویل، تاسو ترلاسه یوې مالیه د هیواد د آبادۍ او پرمختګ له پاره مصرفیږي، نو تاسو هم مالیاتي اظهارنامې پر وخت وړاندي او خپله مالیه تصفیه کړئ.
    په دې سیمینار کي ګډونوالو ته د ابتدائي سنجش، د E-Filing سیسټم له لاري د مالیاتي اظهارنامو د ډکولو، د کلني بیلانس چمتو کولو، د مالیاتو د تحصیل پروسو او بررسۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي سول. همدارنګه د ګډونوالو د لا زیات پوهاوي په موخه د اظهارنامو د ډکولو طریقه په عملي ډول ور وښودل سوه.
    د عوایدو لوی ریاست له لوري به د مالیه ورکوونکو د پوهاوي او ظرفیت لوړولو په موخه ورته روزنیز پروګرامونه دوام لري، څو مالیه ورکوونکي له خپلو مالیاتي مکلفیتونو، مسؤلیتونو او د مالیې د تصفیې له پروسو څخه خبر او پرته له ستونزو خپل مالیات تصفیه کړي.