• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست له مستوفیتونو سره انلاین ناسته ترسره کړه!

    1 سرطان 1405
    د چنګاښ لومړۍ ۱۴۰۵هـ.ل
    د عوایدو لوی ریاست د چارو د لا ښه همغږۍ، یوشان والي او اغېزمنتیا په موخه د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ له ټولو مستوفیتونو سره یوه انلاین ناسته ترسره کړه.
    په دې ناسته کي د عوایدو تخنیکي مرستیال، د عوایدو لوی ریاست اړوند رئیسانو او آمرینو، مستوفي صاحبانو او د ولایتونو د عوایدو آمرینو په انلاین بڼه ګډون کړی و. ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
    د ناستې په پیل کي د عوایدو عملیاتي مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ولایتونو کي د اداري چارو د لا ښه والي او چټکتیا له پاره له اړوندو ولایتي ادارو سره پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ. نوموړي وویل چي د ولایتي ادارو ترمنځ نږدې همکاري نه یوازي د چارو په چټکتیا کي مرسته کوي، بلکي د عوایدو د ټاکل سوو موخو په پر وخت ترلاسه کولو کي هم مهم رول لري.
    د ناستي په دوام کي د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست له لوري په مرکز او ولایتونو کي د چارو د یوشان تطبیق په موخه د جایدادونو د سهم کرایې، د اصنافو د ثابتي مالیې، د پمپ سټېشنونو، رسټورانټونو، د معاملاتو د لارښووني دفترونو، ډاکټرانو او دارالوکالو د مالیاتو د راټولولو اړوند پروسو، طرزالعملونو او نورمونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندي سول.
    همدارنګه، د تنفیذ او اطاعت‌پذیرۍ ریاست له لوري د KPI راپورونو د ارزښت، اهمیت او عملي کاروني په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل سول. ورپسې د عوایدو د تحقیق، پلان او نظارت ریاست د ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ مالي کلونو د لومړۍ ربعي د عوایدو مقایسوي راپور وړاندي او د عوایدو د وضعیت په اړه ئې اړوند معلومات شریک کړل.
    د ناستي په وروستۍ برخه کي مستوفي صاحبانو او د عوایدو آمرینو خپلي نظریې، وړاندیزونه، ستونزي او غوښتني مطرح کړې او د چارو د لا پراختیا او ښه والي په اړه ئې له مسؤلینو سره خپل نظرونه شریک کړل.
    د یادونې وړ ده چي د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو د کاري ستونزو، لاسته راوړنو او پرمختګونو د ارزوني او تعقیب په موخه په هرو پنځلسو ورځو کي له ولایتي ادارو سره انلاین ناستي ترسره کوي، ترڅو د عوایدو په برخه کي د چارو همغږي او اغېزمنتیا لا پیاوړې سي.