د غبرګولي ۳۱مه، ۱۴۰۵ هـ.ش
د عوایدو لوی رئیس، الحاج مولوي صفر محمد سحر، د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د داخلي او نړیوالو موسساتو له مسؤلینو او استازو سره د موسساتو د مالیاتي ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.
په دې ناسته کي د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو موسساتو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو.
ناسته د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. د عوایدو لوی رئیس د داخلي او نړیوالو موسساتو له مسؤلینو او استازو سره ناسته د مالیاتي تصفیې په برخه کي د ستونزو او مشکلاتو د حل له پاره ګټوره وبلله. نوموړي وویل، له تاسو سره دا ډول ناستي ددې له پاره کوو، چي د مالیې په اړه مو له نوو بدلونونو، پالیسیو او په مالیاتي بهیر کي د رامنځته سوو سهولتونو څخه خبر کړو، چي په راتلونکي کي د مالیاتي تصفیې پر مهال له ستونزو سره مخ نه سئ.
تر پیلیزي وینا وروسته د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازي د ناستي ګډونوالو ته د غیر انتفاعي موسسو له پاره د مالیاتي معافیت د صادرولو په پروسه کي د رامنځته سوو سهولتونو په اړه معلومات وړاندي کړل.
د ناستي په جریان کي د داخلي او بهرنیو موسساتو استازو خپلي غوښتني، ستونزي، د مالیاتي تصفیې او مالیاتي معافیت ترلاسه کولو پر وړاندي د شته خنډونو د حل وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل.
ورپسې د عوایدو عملیاتي مرستیال، مولوي اسدالله ساجد خبیب، د مالیاتو په برخه کي د موسساتو د هر ډول ستونزو د حل په موخه لازمي لارښووني او سپارښتني وکړې، چي د موسساتو له لوري د عملي کولو په صورت کي به د هغوی مالیاتي ستونزي حل، مالیاتي معافیت به پر وخت ترلاسه او د مالیې د تصفیې کارونه به ئې په چټکۍ سره ترسره سي.
د یادوني ده، چي د عوایدو لوی ریاست د مالیاتي ستونزو د حل او د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له بېلابېلو موسساتو سره ناستي ترسره کوي.