• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    مولوي حبیب الله غزالي آغا

    مولوي حبیب الله غزالي آغا د عبدالحلیم آغا زوی دی، چي په ۱۳۶۲ هـ ش کال کي د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ په یوه دیني، روحاني او مجاهده کورنۍ کي ئې نړۍ ته سترګي پرانیستې.
    نوموړي خپلي لومړنۍ دیني زده کړي په ۱۴۱۵ هـ ق کال کي د وازیخوا ولسوالۍ په مرکزي مدرسه «نورالمدارس» کي پیل کړې. هغه د څو کلونو له پاره په پرله‌پسې ډول خپلو دیني زده کړو ته دوام ورکړ. کله چي پر افغانستان د امریکا او د هغې د متحدینو یرغل وسو، نوموړي د دین، هیواد او ملت د دفاع په موخه د اشغالګرو پر وړاندي په جهادي مبارزه کي فعاله ونډه واخیسته. د جهادي فعالیتونو ترڅنګ ئې خپلي دیني زده کړي هم رواني وساتلې او د پاکستان په مشهور ښار کویټه کي ئې د دیني علومو تر لوړو مرحلو پوري تحصیل وکړ.
    مولوي حبیب الله غزالي آغا په ۱۴۳۷ هـ ق کال کي د پاکستان د کچلاک ښار په «خیرالمدارس» مدرسه کي د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تر تدریس لاندي د حدیث شریف لویه دوره بشپړه کړه او له یادي مدرسې څخه فارغ سو.
    له فراغت وروسته ئې خپل جهادي او تنظيمي فعالیتونه لا پیاوړي کړل او د اسلامي امارت په تشکیلاتي چوکاټ کي ئې بېلابېل مسؤلیتونه او دندي ترسره کړې. نوموړي تر هغه وخته خپلو خدمتونو ته دوام ورکړ چي په هیواد کي د اسلامي امارت بریا او فتحه رامنځته سوه.
    د اسلامي امارت له بریا وروسته مولوي حبیب الله غزالي آغا د نظامي سکټور په چوکاټ کي د ۲۰۳ منصوري قول اردو د نهم سرحدي کنډک د دوهم معاون په توګه دنده ترسره کړه. له هغه وروسته ئې د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ په کچه د فرامینو د تعقیب او نظارت په برخه کي د نظامي مسؤل په توګه خدمت وکړ.
    وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه د لزومِ دید له مخي، نوموړی د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د تنفیذ او مالیاتي اطاعت‌پذیرۍ د رئیس په توګه وټاکل سو. هغه تر اوسه پوري په همدې مسؤلیت کي خپلو اداري او مسلکي خدمتونو ته دوام ورکوي.