محمد فرید عمر
محمد فرید عمر د محمد انور زوی، په ۱۳۷۲ هجري لمریز کال کي د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بابوس په کلي کي زېږېدلی دی. نوموړي خپلي لومړنۍ او ثانوي زده کړي د کلنګار جهادي لېسې څخه بشپړي کړې او په ۱۳۹۰ کال کي له یادي لېسې فارغ سو. وروسته ئې د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس په پوهنځي کي لوړي زده کړي پیل کړې او په ۱۳۹۵ کال کي ئې د لیسانس سند په لوړه درجه ترلاسه کړ. نوموړی د معلوماتي سیسټمونو د پراختیا، تحلیل او مدیریت په برخه کي مسلکي پوهه او پراخه تجربه لري.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په ۶مه نېټه د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ ریاست د سیسټمونو د تحلیل د آمر په توګه وګمارل سو. هغه له ۱۴۰۱ څخه تر ۱۴۰۵ کال پوري د عوایدو لوی ریاست کي د مالیاتي سیسټمونو د پراختیا د پروګرامونو د آمر په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړی اوس مهال د مالیې وزارت د عوایدو سیسټم د رئیس په توګه خپلي دندي ته دوام ورکوي.
محمد فرید عمر د خپلي کاري دورې په ترڅ کي د عوایدو لوی ریاست د معلوماتي سیسټمونو د پراختیا او عصري کولو په برخه کي مهم او اغېزناک رول لوبولی دی. د نوموړي په هڅو د عوایدو ریاست ګڼ شمېر سیسټمونه د بېلابېلو دولتي ادارو له سیسټمونو سره نښلول سوي، چي له امله ئې اداري چاري اسانه سوې، د معلوماتو د تبادلې بهیر چټک سوی او د خدمتونو د وړاندي کولو کچه لوړه سوې ده.
همدارنګه د نوموړي د مسئولیت پر مهال یو شمېر نوي او اغېزمن معلوماتي سیسټمونه طرحه، پراختیا او عملي سوي دي چي اوس مهال په بریالیتوب سره ترې استفاده کېږي. له دغو سیسټمونو څخه د RMIS نوی سیسټم، د سیګتاس (AFTAS) نوی سیسټم، د عوایدو ډشبورډ، د هوټلونو د عوایدو سیسټم، د سروې سیسټم، د وړاندیزونو او شکایتونو سیسټم، د مؤسسو د مالیاتي معافیت سیسټم او د ګرځنده ټیلیفون ځانګړی اپلېکېشن د یادوني وړ دي.
د نوموړي علمي وړتیا، مسلکي تجربه او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کي نوښتګر فعالیتونه د عوایدو او مالیاتي سیسټمونو د پراختیا په ډګر کي له بریالیو او اغېزناکو کدرونو څخه شمېرل کیږي.