• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ دوولسمه ناسته وسوه!

    16 جوزا 1405
    د غبرګولي ۱۶مه۱۴۰۵هـ.ل

    د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د همغږۍ دوولسمه ناسته وسوه.
    په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین د هغمږۍ ناستو د پرېکړو په پلي کېدو، د چارو د لا ښه والي په موخه د کارکوونکو ترمنځ د کاري تجربو په شریکولو، د مشرتابه عالي مقام له توصیو سره سم د کارکوونکو د سیرت او صورت په جوړولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه مسئولینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
    ورپسې د تېري ناستي پر مهال ټاکل سوو پلاوو ته د سپارل سوو مسئولیتونو د اجراآتو راپورونه واورول سول او په اړه ئې لازم هدایات هم ورکړل سول. همدا شان پرېکړه وسوه، چي د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو د مسئولینو رسمي شمېرې او ایمېل ادرسونه دي د ټولنیزو رسنیو له لاري نشر سي؛ څو هیوادوال وکولی سي خپلي ستونزي په مستقیم ډول له اړوندو مسئولینو سره شریکي کړي.
    د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ دغه ډول ناستي هره میاشت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو د پراخولو او د موجوده ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.