د عوایدو د سیسټم ریاست له پاره نوی رئیس معرفي سو.
13 جوزا 1405
د غبرګولی ۱۳مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
انجینر محمد فرید عمر د سیسټم ریاست د نوي رئیس په توګه معرفي سو. نوموړی د عوایدو لوی رئیس، الحاج مولوي سفر محمد سحر، له لوري د یاد ریاست مرستیالانو، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس، د بررسۍ رئیس او یو شمېر آمرینو ته د عوایدو لوی ریاست په مقام کي ور وپېژندل سو.
د عوایدو لوی رئیس د معرفت غونډي پرمهال وویل، مسؤلین دي دنده صلاحیت نه بلکي د خدمت موقع وبللي. په پاک نیت او اخلاص سره دي خپلي چاري ترسره کړي او تل دې د اومراو اطاعت ته ژمن وي. نوموړي همدارنګه په ادارو کي د تغیر او تبدیل په اړه وویل، چي تغیر او تبدیل د اداري چارو او فعالیتونو د پرمختګ په موخه ترسره کیږي.
د معرفت غونډي پرمهال د عوایدو لوی رئیس د سیسټم ریاست د بهبود او پیاوړتیا په برخه کي د یاد ریاست د مخکیني رئیس، محمد جلال احمدزي، د هڅو او خدمتونو د ستایني سربېره په راتلونکي کي نوموړي ته د خیر او پرمختګ دعا وکړه.
وروسته د عوایدو لوی رئیس له لوري، ښاغلی عمر د سیسټم ریاست اداري کارکونکو ته ور وپېژندل سو. د معرفت پر مهال د عوایدو لوی رئیس اداري کارکوونکو ته له نوي رئیس سره د همکارۍ او همغږۍ د سپارښتني سربېره نوموړي ته په اداري چارو کي د پرمختګ او بریا دعا وکړه.
د یادونې وړ ده، چي ښاغلي عمر تر دې وړاندي د عوایدو د سیسټم ریاست اړوند د مالیاتي سیسټمونو د پروګرامونو د پراختیا آمر په توګه دنده ترسره کړې ده.