• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د جهان کابل پوهنتون محصلانو ته د مالیاتو د عامه پوهاوي سیمینار ترسره سو!

    3 جوزا 1405
    د غبرګولي ۳مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
    د عوایدو لوی ریاست له لوري د جهان کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس او اقتصاد پوهنځیو محصلانو ته د مالیاتو په اړه د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندي سو.
    یاد سیمینار د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي ترسره سو، چي په کي د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو د عامه پوهاوي کارپوه، عبادالله درمان، ګډونوالو ته د افغانستان د مالیاتي نظام، په افغانستان کي د مالیې ډولونو، د مالیې اخیستلو پروسو، د اسلامي امارت له لوري په مالیاتو کي د رامنځته سویو معافیتونو او تخفیفونو، د اسلامي امارت له لوري له مالیه ورکوونکو څخه د اخیستل سوي مالیې د مصرف د ځایونو او د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندي کړل.
    ګډونوالو د عوایدو لوی ریاست له دې اقدام څخه د منني ترڅنګ وویل، چي دا ډول سیمینارونه د محصلانو له پاره ډېر ګټور دي، د مالیاتو په اړه د هغوی معلومات زیاتوي، چي په راتلونکي کي به له هغوی سره په کاري ډګر کي ډېره مرسته وکړي. ګډونوالو د عوایدو لوی ریاست څخه د ورته سیمینارونو د ډېرېدو غوښتنه وکړه.
    د سیمینار په پای کي د مالیاتو اړوند د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل سول.