د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دولسمه ناسته وکړه!
31 ثور 1405
د غویي۳۱مه ۱۴۰۵ هـ.ش
د مالیې وزات د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دولسمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
د ناستي په پیل کي د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د یاد هیئت پر لاسته راوړنو خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي عمل مو باید پر وینا بارز وي او پایله لرونکې کړنې ترسره کړئ.
همدارنګه نوموړي له تخنیکي هیئت سره پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه، چي له تخنیکي هیئت سره همغږۍ او همکارۍ ته دوام ورکړئ؛ ترڅو پلانونه ښه پلي او غوره پایله ترلاسه سي.
ورپسې د یوولسمي ناستي پر مهال د مؤظف سوو هیئتانو له لوري د ورسپارل سوو موضوعاتو په اړه د ترسره سوو کړنو راپورونه وړاندي سول.
د څار هیئت استازو د باروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو پر مالیاتي ستونزو، په ګمرکونو کي د فی لېټر او اکسل فیس پر اخیستلو، د مالیاتو د راټولولو له پاره د الکټرونیکي سیسټم رامنځته کولو او د عوایدو د مدیریت لا ښه کولو او نورو موضوعاتو په تړاو بحث وکړ، چي د غوره تحلیل او حل لارو وړاندي کولو په موخه ورته ځانګړی هیئت وګومارل سو، چي یاد هیئت به په راتلونکې ناسته کي خپل تحلیلي راپور وړاندي کړي.
د اقتصادي وزارتونه او ادارو پر کړنو د څار هیئت د اقتصادي کمېسیون د حکم پر اساس جوړ سوی، چي اساسي موخي ئې د یادو وزارتونو او ادارو د فعالیتونو او کړنو څار او په ذکر سوو ادارو کي مراجعه کوونکو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول دي.