د عوایدو لوی رئیس د کابل ولایت د صرافانو د اتحادیې له استازو سره وکتل!
30 ثور 1405
د غویي۳۰مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس، الحاج مولوي سفر محمد سحر، د کابل ولایت د صرافانو اتحادیې له مرستیال او غړو سره د یاد ریاست په مقام کې وکتل او د مالیاتي ستونزو پر حل یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د عوایدو لوی رئیس صرافان د هېواد د اقتصادي ثبات مهمه برخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د مالیې وزارت هڅه کوي، تر څو صرافانو ته د مالیاتو په برخه کې لازمي اسانتیاوې رامنځته او ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه وکړي.
په یاده ناسته کې د صرافانو اتحادیې مرستیال، حاجي حمدالله، د مالیاتي تصفیې په برخه کې د صرافانو ستونزې او غوښتني شریکي کړې. د عوایدو لوی رئیس د یادو ستونزو د حل د ډاډ ترڅنګ صرافانو ته سپارښتنه وکړه، چي خپلې مالیاتي پروسې دې د خپلو مالي کارکوونکو په مټ ترسره او له کمېشنکارانو څخه دې ډډه وکړي. همدا راز په مالیاتي اظهارنامو کې خپل رښتیني عواید درج او د ستونزو په صورت کې اړوندو ریاستونو ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د عوایدو لوی رئیس د مالیه ورکوونکو د ستونزو د اورېدو او وړاندیزونو د ترلاسه کولو سربېره د مالیاتو د تحصیل په برخه کې د رامنځته شویو ستونزو د حل په موخه د بېلابېلو اتحادیو له استازو سره لیدنې کوي.