د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت څلورمه ناسته وسوه!
29 ثور 1405
د غویي ۲۹مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوي رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د دې ریاست د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په پیل کي د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت د درېیمي غونډي د پرېکړو د تحقق راپور وړاندي سو او ورپسې د (۱۴۰۵) مالي کال د لومړۍ ربعي د عوایدو د تحلیل او پرمختګ او دغه راز، د څو اړینو موضوعاتو په اړه تحلیلي راپورونه وړاندي سول.
په دغه ناسته کي مالیه ورکوونکو او مراجعینو ته د خدمتونو وړاندي کولو پر وړاندي د خنډونو لري کولو او د مالیه ورکوونکو د ستونزو د حل په موخه د مالیه ورکوونکو ځیني مهمي ستونزي له رهبرۍ سره شریکي سوې، چي په اړه به ئې تر ارزوني وروسته لازمي پرېکړي وسي.
هېره دي نه وي، چي د عوایدو لوی ریاست رهبري، د یاد ریاست اړوند د ستونزو او کاري خنډونو د پېژندني او حل په موخه ناستي ترسره کوي.