د پنجشېر ولایت له پاره نوی مستوفي معرفي سو!
28 ثور 1405
د غویي ۲۸مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د علیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، مولوي محمد فاروق انصاري پشه یي د پنجشېر مستوفیت له پاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل سوی وو، چي تېره ورځ د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس صاحب او مل پلاوي له لوري لومړی د پنجشېر ولایت مقام کي د یاد ولایت والي او ولایتي مسؤلینو ته او وروسته د مستوفیت په مقام کي اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل سو.
د معرفت غونډي پر مهال د عواید لوی رئیس، الحاج مولوي سفر محمد سحر، د اسلامي امارت د رهبرۍ د احکامو او فرمانونو پر دقیق تطبیق او اطاعت ټینګار وکړ او د مستوفیت کارکوونکو ته ئې د اداري چارو د لا ښه والي، چټکتیا او پراختیا په موخه لازمي لارښووني وکړې. همداراز نوموړي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چي خپل اخلاق او شخصیت د نبوي سیرت او صورت سره برابر کړي.
د یادوني وړ ده، چي مولوي محمد فاروق انصاري پشه یي تر دې وړاندي د غزني ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې ده.