د خوست ولایت له پاره نوی مستوفي معرفي سو!
27 ثور 1405
د غویي ۲۷مه۱۴۰۵ هـ.ل
مولوي بشیر احمد نعماني، چي د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس د خوست مستوفیت له پاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل سوی وو، د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر او مل پلاوي له لوري لومړی د خوست ولایت په مقام کي د یاد ولایت والي، د کارکوونکو چارو رئیس او اړوندو رئیسانو ته او وروسته بیا د خوست مستوفیت په مقام کي اداري کارکوونکو ته ور معرفي سو.
د معرفت پر مهال د عوایدو لوی رئیس د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د احکامو او فرمانونو په بشپړ تطبیق د ټینګار ترڅنګ د مستوفیت کارکوونکو ته د چارو د پراختیا او غوره کېدو په موخه لازمي سپارښتني وکړې. همدارنګه نوموړي د خوست مستوفیت اداري کارکوونکو ته پر نبوي اخلاقو، صورت او سیرت د ځان سمبالولو سپارښتني هم وکړې.
د یادوني وړ ده، چي مولوي بشیر احمد نعماني تر دې وړاندي د بغلان ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې وه.