د هرات ولایت له پاره نوی مستوفي معرفي سو!
23 ثور 1405
د غویي ۲۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مولوي محمد عادل اکرام، چي د هرات مستوفیت له پاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل سوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو معین مفتي عبدالمتین سعید، د عوایدو عمومي رئیس مولوي سفر محمد سحر او مل پلاوي له لوري لومړی د یوې ناستي په ترڅ کي د هرات ولایت په مقام کي د یاد ولایت والي نور احمد اسلام جار ته او وروسته د اړوندو رئیسانو په شتون کي د هرات مستوفیت په مقام کي د مستوفیت اداري کارکوونکو ته ور معرفي سو.
د یادوني وړ ده، چي ښاغلی مولوي محمد عادل اکرام تر دې وړاندي د خوست ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې ده.